۱۳۸۹ تیر ۱۸, جمعه

د رحيم مهريار جنازه په جرمني کي خاورو ته وسپارل سو

شماره 62/یکشنبه 13 سرطان 1389/4 جون 2010
د مهريار جنازه نن د پنجشنبې په ورځ د المان د هنوفر ښار د مسلمانانو په هديره کي د ځانگړي مراسيمي په ترځ کي خاورو ته وسپارل سوه…رحيم مهريار د دوو کلنو راپدېخوا د ينې د سرطان په ناروغۍ اخته و د روان عيسوي کال د جنون د مياشتي پر 23 نېټه له دې دنيا څخه سترگي پټي کړې.مهريار چي،په 1955 کال کي د کابل ښار د ميوند په جاده کي دې دنياته سترگي لڅي کړي وي، د جرمني د هنوفر په ښارکي يې ددې دنيا څخه سترگي پټي کړې. د مهريار جنازه نن د پنجشنبې په ورځ د المان د هنوفر ښار د مسلمانانو په هديره کي د ځانگړي مراسيمي په ترځ کي خاورو ته وسپارل سوه.د جنازې په مراسيموکي د افغان دولت پر ډيپلوماټانو سربيره د هيواد گڼ شمېر سندرغاړو برخه اخستې وه.د جنازې په مراسيمو کي د افغانستان د دولت په استازيتوب په المان کي د افغانستان لوی سفير د هغه و مېرمني نورېې پرستو مهريار او د کورني غړو او دوستانو ته د تسليت غوښتنه وکړه.د جنازې په دې مراسيمو کي ډيرو هنرمندانو لکه محبوب الله محبوب، شريف غزل،حسين انوش، عبدالوهاب مدددي، طاهر شباب، وليد اعتمادي، صديق شباب، فرشتې سما، تيمورشاه سدوزي، خوشحال سدوزي، ببرک وسا او د افغانستان راډيو تلويزيو زيات شمېر پخوانيو کارکونکو برخه اخستې وه.د مرحوم رحيم مهريار فاتحه نن د اروپا په وخت پر 2 بجو د جرمني د هنوفر ښار د پام نور په جامع کي واخستل سوه.په اروپاکي د هنرمندانو د اتحاديې لخواد مهريار فاتحه راتلونکې اونۍ په همبورگ کي اخستل کيږي. د رحيم مهريار څخه څلور اولاده چي درې يې لوڼي او يو زوی دی پاته دي.مهريار د 1988 ميلادي کال کي په وروستيو کي وطن پرېښودی او په جرمني کي يې د خپلي کورنۍ سره د مهاجرت ژوند غوره کئ.مهريار په جلا وطنۍ کي هم خپل هنري کارونه پرې نه ښوول. هغه يوازي او د خپلې مېرمني پرستو سره يو ځای 12 البومونه ثبت کړي ول. Ÿ

زيارمل/ سهيلا حسرت نظيمي


کتونکی. ضياالحق فضلي

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر