۱۳۹۳ دی ۳۰, سه‌شنبه

امریکایان د مارټن لوتر کنگ ورځ نمــــانځـــــــــي

 

ژانویه 21, 2015
شماره ( 210) چهارشنبه ( 1) دلو ( 1393) / ( 21 ) جنوری ( 2015 )
martin
کال 1964 کې مارټن لوتر کنگ د نوبل انعام ورکړی شو هم په دغه کال کې د هغه وخت صدر لنډن جانسن د شهري حقوقو تاریخي قانون منظور کړو چې ترمخه يي افریقائي امریکنیانو ته د ووټ حق ورکړی شو او نسلي تعصب غیرقانونه وگرځولی شو
امریکا کې نن د گل یا یک شنبې په ورځ د شهري حقوقو مشر مارټن لوتر کنگ د یادگیرنې ورځ نمانځلی کیږي. د مارټن لوتر کنگ د ورځې په مناسبت په قامي کچه د رخصتۍ ورځ ده، حکومتي دفترونه، سکولونه او زیاتره کاروبارونه تړل شوي دي.
مارټن لوتر کنگ فریقائي امریکنی یا تورپوستکی وو. کال ١٩٥٥ کې يي هغه وخت شهرت ترلاسه کړو چې د ایلبامه ریاست په مانټگمري ښار کي يي بسونو کې د سپینو او تورپوستکو امریکایانو د پاره په بیلو بیلو چوکو د کیښناستلو مخالفت وکړو او د بسونو نه يي بائیکاټ وکړو.
ددې ورسته مارټن لوتر کنگ افریقائي امریکنیانو دپاره د برابر حقوقو دپاره د سول رائیټس مومنټ یا د شهري حقوقو تحریک مرکزي رهنما وگرځیدو او د ١٩٥٠ او ١٩٦٠ په لسیزو کې يی په میلینونو خلک محرک کړل.
کال ١٩٦٣ کې سرښار واشنگټن کې د سول رائټس مومنټ د مارچ یا لاریون په موقع مارټن لوتر کنگ د ايي هیو ای ډریم په موضوع خپل تاریخي وکړو چې هغه پکې وویل ځما خوب دی چې یوه ورځ به د پخواني غلامانو بچي او د پخواني د غلامانو مالکان په ځائې کښېني او د شخصیت جاج به د رنگ په بنیاد نه بلکه د کردار په بنیاد کولی شي.
کال 1964 کې مارټن لوتر کنگ د نوبل انعام ورکړی شو هم په دغه کال کې د هغه وخت صدر لنډن جانسن د شهري حقوقو تاریخي قانون منظور کړو چې ترمخه يي افریقائي امریکنیانو ته د ووټ حق ورکړی شو او نسلي تعصب غیرقانونه وگرځولی شو.
مارټن لوتر کنگ د کال ١٩٦٨ د اپریل د میاشت په څلورمه نیټه د ټینسي ریاست میمفس ښار کې په داسې مهال ووژل شو چې هغه ښار کې د صفائي کونکو په احتجاج کې مرسته کوله. کارکنانو د مساوي تنخا دپاره په احتجاج لاس پورې کړی وو.
د هر کال د جنورۍ د میاشت دریمه د گل یا یکشنبې ورځ د مارټن لوتر کنگ د یادیگرنې ورځ په کال ١٩٨٣ کې د هغه وخت صدر رولنډ ریگن وټاکله. مارټن لوتر کنگ د جنورۍ په ١٥ مه نټیه کال ١٩٢٩ کې زیږیدلی وو. کال 1994 کې کانگرس د مارټن لوتر کنگ ورځ د سروس یا د خدمت ورځ هم ټاکله چې دا رنگ امریکایان ټولنې خدمت ته محرک کړي.Ÿ
دیوه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر